د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې د بېلابېلو سرچینو لخوا وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال له پیله، ۱۶ پخواني امنیتي منسوبین په وسله والو بریدونو او یا هم تر نیول کېدو وروسته وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د وژل شویو کسانو کورنۍ او خپلوان طالبان ددغو وژنو مسئول ګڼي.
دا کسان ترډېره د غچ اخیستنې قرباني شوي او ځینې یې ددې لپاره شکنجه شوي چې وسلې طالبانو ته وسپاري. ددې ترڅنګ، په کندهار کې قومي شخړې او رقابتونو هم مطرح دي او ځینې وژنې هم په همدې بنا شوي دي.
پخواني امنیتي سرتېري او د طالبانو ګواښ
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا وژنې او بریدونه د هغو ۴۴ پېښو له ډلې دي چې ۹۰سلنه یې په تېرو څلورو میاشتو کې رامنځته شوي دي.
د وژل شویو کسانو ترڅنګ ۱۲ تنه نور پخواني امنیتي سرتېري اختطاف شوي او وروسته له هغه چې خپلوانو يې پر مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو غږ پورته کړی، تر شکنجو او ګواښونو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
د سرچینو لخوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو څلورو میاشتو (وری، غویی، غبرګولی، چنګاښ) کې د کندهار روغتیايي ادارو کې په منځني ډول هره میاشت ۱۱ پېښې ثبتې شوې دي.
خوشي شوي کسان ګواښل شوي چې که غږ یې پورته کړ او يا يې شکايت وکړ، د مرګ له خطر سره به مخ شې.
خو ددوی خپلوان وايي، خو خوشي شوي کسان دومره شکنجه شوي چې ځينې یې په رواني ناروغیو اخته شوي او ځينې د تل لپاره معلول شوي دي.
عبدالظاهر چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي، درې میاشتې وړاندې د غويي مياشتي پر ۱۷ نېټه يې ورور عبدالمالک په شخصي موټر کې شخصي وسله والو بېولی و.
دده ورور د دریم سرحدي کنډک په چوکاټ کې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې دنده درلوده.
خپله عبدالظاهر چې د ګواښونو له امله د پاکستان بلوچستان ایالت ته تللی او د کویټې ښار اړوند عبدالله خان سيمه کې اوسېږي، وايي چې ورور یې د شکنجې په پایله کې معیوب شوی او اوس نشي کولی وګرځي.
“ورور مې عبدالمالک نومېده، داسې چا بېولی و چې خپله يې د امنیه قوماندان امر هم نه مانه. ویل يې چې بخښو يې، خو په هغه صورت کې چې وسلې راته وښيي. هغه (عبدالمالک) وسلې نه درلودې، ځکه ټولې وسلې په معروف ولسوالۍ کې د سقوط په ورځ طالبانو ته تسلیم شوې وې.”
عبدالمالک وروسته د غويي مياشتې په ۲۷مه نېټه د سيمي د قومي جرګې په وسیله په ضمانت خوشي شو. عبدالمالک په دې شرط خوشې شو، چې موضوع به له هېڅ یوې ادارې سره نه شريکوې او نه به چاته د شکنجو حال وايې. هغه دا مهال له افغانستانه وتلی او په پاکستان کي تر درملنې وروسته د خپلوانو په کور کې اوسېږې.
سپین بولدک او ارغنداب کې ډېرې پېښې شوي
همداراز په تېر جولای میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې طالبان د ۱۶۰ پخوانیو دولتي چارواکو د وژلو مسوول دي. ملګرو ملتونو ویلي و چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې یې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض څو سوه پېښې ثبت کړي دي.
هغه معلومات چې کندهار کې یو شمېر بنسټونو له رسنیو سره شریک کړي ښيي، چې د وژنو، ځورولو او شکنجې تر ټولو ډېرې پېښې د کندهار په سپین بولدک او ارغنداب ولسواليو کې شوي دي.
ورپسې د ښار په پنځمې او دیارلسمې حوزې کې ددغه تاوتریخوالي شمېرې لوړې دي.
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ، چې له پاکستان سره پر پوله پرته ده، د جمهوري دولت پرمهال پکې د سرحدي ځواکونو یوه لویه لوا پرته وه او د شاوخوا ۶۰ کېلومتره سرحد کنټرول مسولیت يې درلود.
دغه ولسوالۍ، د کندهار ښار او کابل تر سقوط شاوخوا ۳۵ ورځې مخکې یعني د ۲۰۲۱ عيسوې کال په جولای مياشتي کې طالبانو ونیوله.
هغه مهال په دې ولسوالۍ کې تر ۹۰۰ ډېر امنیتي سرتېري، چې اکثره يې په قوم اڅګزي او د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق قومیان و، له کورونو راوایستل شول او ووژل شول.
د حاجي فدا محمد افغان زامن
د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي حاجي فدا محمد افغان دوه زامن شېر محمد او محمود خادم هم په دې لړ کې ووژل شول .
ښاغلي افغان وویل: «تر اوسه نه زما د زامنو قاتلين معلوم شوي. نه يې چا پوښتنه کړې، نه چا تماس راسره نيولی. نه يې د وژل کېدو لامل معلوم شوی او نه مي چا ږغ اورېدلی دی.»
د اڅکزو یوه قومي مشر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، آمو ټلویزیون ته وویل چې يوه مياشت مخکې په دې اړه د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته ورغلی و او په کندهار کې یې د قومي انتقامي وژنو مسئله مطرح کړې وه.
د هغه په خبره، ښاغلي حقاني د طالبانو د کندهار والي محمد یوسف وفا ته امر کړی و چې د اڅګزو د قوم له مشرانو سره کښینې، د هغوی غوښتنې او اعتراض واوري.
حاجي فدا محمد افغان وايي، د ناستې پر مهال چې تر لوی اختر مخکې وشوه، د طالبانو والي ته وویل چې لا هم د تېر حکومت د نظامیانو کورونه، جایدادونه او نورو ملکیتونه طالبانو اخیستي او د دوی د قوم خلک د جنرال عبدالرازق په نوم ځورول کیږي.
هغه همداراز زیاته کړه: « ټول جايداد مې هم په نامعلومو بهانو [د طالبانو لخوا] بند دی. ۶۵ دوکانه يې را بند کړي دي. یوه اداره يې بلي او بله اداره، نورو ته استوي. د کندهار والي ته مې هم څو ځله خپل مشکل ويلی هغه هم تر اوسه اقدام نه دی کړی.»
د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې پر ۲۶ نېټه د ارغنداب ولسوالۍ په چهار باغ سېمه کې نامعلومو کسانو د جمهوري دولت د صفر يو قطعې يو پخوانی سرتېری وواژه.
د سيمې اوسېدونکو چې پېښه یې لېدلې وايي، وژل شوی کس، نامعلومو کسانو د تورو ښيښو لکسس موټر کې راوست، لاسونه يې تړلې وو او هلته یې وواژه.
وروسته څرګنده شوه چې نوموړی د تېر حکومت د سرتېري په توګه په انتقامي وژنو کې وژل شوی. طالبانو د هغه کورنۍ په دې تړاو له هرډول خبرو کولو منع کړې وه او ډاډ یې ورکړی و چې قاتلین به یې ونیسي، خو له دوو میاشتو تېرېدو سره سره، دا کار نه دی شوی.
د وژل سوي کس کورنۍ د طالبانو د ګواښ له کبله مطبوعاتو سره خبرې نه کوي او نه غواړي هویت یې افشا شي.
د همدې وژنو په لړ کي د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۲ نېټه شميلا نورزۍ چې پخوا یې د کندهار امنیه قومندانۍ کې دنده درلوده، د کندهار ښار په دريمه حوزه شين غزي بابا کې نامعلومو کسانو ووژله.
د شمیلا کورنۍ او دوستان وايي، هغه یوازې له دې امله وژل شوې چې پخوا یې پلیسو کې دنده درلوده، ځکه دوی چا سره دښمني نه لرله.
د امنیتي ګواښونو له امله د شمیلا کورنۍ هم نه غواړي په دې تړاو رسنیو سره خبرې وکړي.
د روان کال فبرورۍ په شلمه، شمس الدين خانزاده چي د کندهار په معروف ولسوالۍ کي يې په پوليسو کي دنده درلوده او په لاسونو معیوب هم و، د په سپین بولدک ولسوالۍ کي ووژل شو.
د جنورۍ په لومړۍ ورخ د کاکوزي په نوم د پوليسو يو افسر هم په سپین بولدک کې ترور شو.
د وژل شویو کسانو کورنۍ د طالبانو له وېرې رسنیو سره خبرې نه کوي او نه هم معلومات شریکوي، خو ددوی نږدې خپلوان وايي، دا انتقامي وژنې دی او طالبان مسئول دي.
کندهار کې د طالبانو امنیه قومنداني په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي. امنیه قومندانۍ په تازه يوه پيغام کې ويلې چې د تېر حکومت ځینو امنيتي کسانو وسلې او مهمات له ځانونو سره ساتلي او دوی ته يې نه دي سپارلي.
ددوی په خبره، چې که دا کار د طالبانو د امنيتې غړو امنيت ته ستونزي جوړې کړې نو دوی به ددغو وسلو راپیدا کولو لپاره عملیات وکړي.
امو ټلویزيون هڅه وکړه، چې په دې او ورته موضوعاتو کې کندهار کې د طالبانو د محکمې نظر هم له ځان سره ولري، خو د محکمې رییس د خبرو او مرکې لپاره د کابل او د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخنذاده امر غوښت او له دې پرته خبرو ته حاضر نه شو.
د وژنو دغو قضیو د څېړنو په تړاو آمو ټلویزيون د کندهار په محکمه کې له ځينو سرچينو معلومات ترلاسه کړل چې تردې مهاله د ملکي وژنو هيڅ يوه قضيه نه ده څېړل شوې.