ورزش

د هېواد د کرېکټ الف لوبډله نن د هند په وړاندې لوبېږي

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله به د ځوانانو اسيا جام سياليو په نیمه پایلوبه کې د هند په وړاندې ولوبېږي.

د سریلانکا او بنګله دېش پر وړاندې له دوو بریاوو وروسته د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې د دغو سیالیو نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

 افغان لوبغاړو خپله درېیمه لوبه  هانګ کانګ ته په پنځو ویکټو وبايلله.

د افغانستان د الف لوبډلې او د هند الف لوبډلې ترمنځ به نیمه پای لوبه نن (جمعه، د لړم۴ مه) د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې ترسره شي. دا لوبه به د عمان په اماراتو کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان الف لوبډله به د درویش رسولي په مشرۍ او  د هند الف لوبډله د تيلک ورما په مشرۍ لوبه وکړي.