ورزش

د هېواد د والیبال لوبډلې مالدیف ته ٣ پر صفر ماتې ورکړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې د مالدیف لوبډلې ٣ پر صفر ماتې ورکړه.

د مرکزي اسيا سيالۍ د ازبکستان په کوربه توب پيل شوې دي.

افغانستان خپلې لومړۍ دوه لوبې ترکمنستان او ازبکستان ته بایللې دي.