ورزش

د افغانستان الف کرېکټ لوبډله نن د بنګله دېش په وړاندې ميدان ته ښکته کېږي

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله د اېمرجینګ اسیا جام سیالیو په لړ کې نن (یکشنبه د تلې ۲۹مه) د بنګله دېش په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

د اېمرجینګ آسیا جام سیالۍ د جمعې په ورځ په عمان کې پیل شوې او په لومړۍ سیالۍ کې د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو اته الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې سره لوبې کوي.

د اېمرجینګ آسیا جام سیالیو کې افغانستان له بنګله دېش، هانګ کانګ او سریلانکا سره په يوه ګروپ کې دی.

دغه راز هند له پاکستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره په بل ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې د لېسټ اې په شپږو لوبو کې له یو بل سره مخامخ شوي دي. د بنګله دېش نیو اېمرجینګ لوبډلې درې لوبې وګټلې. په داسې حال کې چې افغانستان دوه لوبې وګټلې او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته ورسېده.

د بنګله دېش الف لوبډلې افغانستان سره دوه ځلې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کال کې د نيو اېمرجینګ اسيایي لوبډلو په جام کې سره لوبې کړي چې دواړه ځلې یې بریا خپله کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې عمان د دې سياليو کوربه دى او پاى لوبه به يې د اکټوبر په ٢٧مه ترسره شي.