نړۍ

د پاکستان بلوچستان کې سېلابونو ۱۲۷ کسان وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې دغه ایالت کې د سختو سیلابونو له امله ۱۲۷ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان په دغه جنوب لویدیځه سیمه کې د سېلابونو له امله بېځایه شوې کورنۍ په موقتي خیمو کې مرستې ته په تمه سختې ورځې او شپې تېروي.

د بلوچستان د قادر آباد سیمې یوه اوسېدونکي عبدالعلیم وايي چې کور یې سیلاب وړی او تراوسه دده کورنۍ هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی زیاتوي: “تراوسه یې موږ ته نه خواړه او نه هم وسایل راوړي دي. موږ دلته له هرډول مرستې پرته ناست یو.”

د نجات ټیمونه وايي، دغو بېځایه شویو ته د سیلاب د پراخې ویجاړۍ له امله مرستې ځنډېدلې دی.

یو بل بېځایه شوی بابل خان وايي: “زما دوه ماشومان د وینې کموالي له ناروغۍ رنځېږي. موږ له تېرو ۴۸ ساعتونو دلته پراته یو. زموږ کور د باران او سیلاب له امله ړنګ شوی دی.”

سږکال پاکستان هم د افغانستان او ایران په څېر له بارانونو او سیلابونو اغېزمن شوی دی. د بلوچستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې راپور ښيي چې وروستیو سیلابونو د ۱۲۷ کسانو ژوند اخیستی دی.

په ورته وخت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د طالبانو ادارې هم اعلان کړی چې په وروستۍ یوې میاشتې کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې ۱۲۰ کسان په سیلابونو کې مړه شوي او ۱۵۲نور ټپیان شوي دي.

د ایران ایسنا خبري آژانس هم راپور ورکړی چې د سرطان میاشتې له لومړۍ تراوسه ددغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونو ۶۹ کسان وژلي دي. همداراز ۳۷ زره نورو کسانو ته چې له سیلابونو اغېزمن شوي وو، مرستې رسول شوي دي. دغو سیلابونو لږ ترلږه ۲۰ زره کورونه هم تخریب کړي دي.