افغانستان

د کابل کریکټ اسټیډیم کې د چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیضې شمېرې

د کابل د کریکټ په اسټیډیم کې د پامیر زلمیو او بند امیر لوبډلو ترمنځ لوبه

د کابل د کریکټ په اسټیډیم کې د وژل شویو او ټپیانو په اړه د کریکټ بورډ، طالبانو، اېمرجنسۍ روغتون او ملګرو ملتونو بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي.

په داسې حال کې چې اېمرجنسي روغتون ویلي چې د چاودنې ۱۳ ټپیان وروړل شوي، خو کریکټ بورډ بیا د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بیا په یوه ټویټ کې پر ملکي کسانو برید غندلی او لیکلي یې دي چې په چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

خو کابل کې د طالبانو د ولایتي امنیه قومندانۍ ویاند خالد زدران نن شنبه په کابل کې وویل چې یوازې دوه تنه په دې برید کې وژل شوي دي.

زدران د ټپیانو شمېرې په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې چاودنه د یوه لاسي بم له امله وه چې د نندارچیانو ترمنځ غورځول شوی و.

هغه زیاته کړه: “تېره ورځ تر ماسپښین وروسته په څلورو بجو، کابل کې د شپږیزې لیګ لوبې پرمهال د خلکو ترمنځ لاسي بم وچاودېد چې په پایله کې یې زموږ ځینې هېوادوال ټپیان شول او دوه تنه ووژل شول. [د طالبانو] امنیتي سرتېري کوشش کوي چې ددې پېښې عاملان راپیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.”

ددغه برید مسوولیت تردې دمه چا یا کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

چاودنې تېره ورځ د پامیر زلمیو او بند امیر لوبډلو لوبه د نیم ساعت لپاره ودروله، خو لوبه وروسته پیل شوه او د ورځې تر پایه روانه وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، کابل کې د پاکستان سفیر او د کریکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو چاودنه او د لوبې ګډوډول وغندل.

د پېښې شاهدان وايي چې چاودنې ډېر شمېر نندارچیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یوه عیني شاهد بادام ګل احمدزي وویل: “غږ یې ډېر لوړ و. له چاودنې وروسته لوبه ودرېده. څلور پنځه کسان له خپلو ځایونو نه خوځېدل. فکر کوم چې شهیدان شوي وو. ما پنځه زخمیان په خپلو سترګو ولیدل.”

کتونکي وايي چې طالبان د امنیتي پېښو په اړه د حقایقو په پټولو هڅه کوي چې د کابل امنیت د ډاډ وړ وښيي.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي وايي: “د طالبانو حکومت په کابل کې د بریدونو ارقام نه خپروي، ځکه په بهر کې وايي چې موږ امنیت ټینګ کړی دی. باید حقایق وویل شي.”

د شپږیزې اتم دور لیګ سیالۍ د جولای په ۱۸ مه (چنګاښ ۲۷مه) د اتو ټیمونو ترمنځ پيل شوې او په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې چې د تېر لیګ اتلولي لري، د شپږو ویکټو په توپیر بند امیر ته ماته ورکړه.

هره ورځ دوه لوبډلې د کریکټ په نړیوال اسټدیم کې په کابل کې لوبېږي.