سوداګري

له قرغزستان څخه افغانستان ته د بار وړونکو موټرو د وارداتو زیاتوالی

قرغزي رسنیو ویلي، چې په تېرو اوو میاشتو کې ۱۴ باروړونکي افغانستان ته صادر شوي دي.

د قرغزستان د ملي احصایې کمېټې ویلي دي چې د دغو موټرو ټولیز ارزښت ۶۵۲ زره ډالره دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه شمېر له قرغزستان څخه نورو هېوادونو ته د دغو لاریو د صادراتو ۴۶ سلنه برخه جوړوي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې قرغزستان همداراز شپږ بار وړونکي موټرونه قزاقستان، څلور ګرجستان، درې  ترکيې، دوه ازبکستان او يوه باروړونکى موټر قبرس ته صادر کړي دي.