افغانستان

طالبانو د سالنګ د مسجدونو له امامانو غوښتي د جمعې لمونځ دوه ځلې ادا کړي

پروان کې یو مسجد

د پروان د سالنګ ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دره کوکلامي سیمې مسجدونو ته امر کړی چې د جمعې لمونځ په یوه ورځ کې دوه ځلې ترسره کړه کړي.

په دره کوکلامي کې د څلورو کلیو اوسېدونکي د هویت نه افشا کېدو په شرط آمو ټلویزیون ته ددې خبرې پخلی وکړ.

ددغو اوسېدونکو په خبره، دره کوکلامي پنځه مسجدونه لري او د لمونځ کوونکو لپاره کافي ځای نه لري. اړتیا نشته چې د ځای کموالي له امله دې د جمعې لمونځ دوه ځلې ادا شي.

د هغوی په وینا، دا امر د تېرې جمعې په ورځ (چنګاښ ۳۱مه) د دره کوکلامي مسجدونو ته ورکړل شوی دی.

دغه سرچینې تاییدوي چې ددغې سیمې خلکو ته ویل شوي چې په دغو مسجدونو کې به د طالبانو غړي ځای پرځای شي.

د سالنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل، طالبانو ددوی د سیمې مسجد ته ورغلي او ملا امام ته یې ویلي چې تردې وروسته د جمعې لمونځ دوه ځلې ادا کړي.

د سالنګ د ده یک کلي یو بل اوسېدونکی وايي، طالبانو ددوی په کلي کې ملا امام ته امر کړی چې د جمعې لمونځ دوه ځلې ادا کړي او څوک چې لمانځه ته نه حاضرېږي، ملا امام دې په زوره هغوی مسجد ته راولي.

همداراز د دغې ولسوالۍ د هنامک د کلي یوه اوسېدونکي هم وویل چې طالبانو ددوی په جوماتونو کې هم ملا امامانو ته ورته امر کړی او خلکو ته یې یادونه کړې چې طالبان به خپل کسان په جومات کې ځای پرځای کړي.

د سیمې خلک د طالبانو دا اقدام د خلکو یرغمل نیونه بولي او وايي چې طالبانو د دوه ځلې لمونځ ترسره کېدو لامل د لمونځ کوونکو ګڼه ګوڼه بللې ده. خو د ده یک کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه افشا کېدو په شرط وویل چې ددغې درې ډېر ځوانان له هېواده بهر دي او په مسجدونو کې صفونه تش وي.

څو ځلې مو هڅه وکړه چې د طالبانو د ویاند له مرستیال انعام الله سمنګاني سره خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

د دیني چارو یو عالم چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د طالبانو دا دستور ناسم بولي او وايي چې په یوه ورځ کې د جمعې لمانځه دوه ځلې ادا کول جواز نه لري.

هغه وویل، چې له جومات څخه د سیاسي اهدافو لپاره ګټه اخیستل د شرعي احکامو خلاف کار دی.

وړاندې اینډپننټ فارسي راپور ورکړی و چې طالبانو په ځینو ښارونو کې ملا امامانو ته امر کړی چې د پنځه وخته لمونځ ادا کولو پرمهال د خلکو حاضري واخلي.

په دې راپور کې د تخار په مرکز تالقانو کې د یوه مسجد یادونه شوې وه چې هلته حاضري جوړه شوې ده.

دغې رسنۍ د محلي سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې که د سیمې هر اوسېدونکی لمانځه ته حاضر نشو، ۲۰۰ افغانۍ به جریمه شي.