افغانستان

د طالبانو مشر: د بشر لخوا رامنځته شوي قوانین د پلي کېدو وړ نه دي

طالبان وايي چې ددوی رهبر ملا هبت الله اخندزاده، ددوی والیانو ته امر کړی چې د شریعت له قوانینو پیروي وکړي او د بشر لخوا رامنځته شوي قوانین یوې خواته پرېږدي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه (زمري ۶مه) خپره شوې، ویلي چې ملاهبت هبت الله اخندزاده کندهار کې د طالبانو والیانو سره په ناسته کې دا خبرې کړې دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلي اخندزاده ټینګار کړی چې قوانین د اسلامي شریعت پر اساس پلي شي او د بشر لخوا رامنځته شوي قوانین د پلي کېدو وړ نه دي.

اعلامیه کې ویل شوي، اخندزاده طالبانو ته ویلي چې د هغه په حکومت کې پرېکړې د خلکو د غوښتنې او سلیقې له مخې نه کېږي او طالبان باید د خپل رهبر د پرېکړو پروړاندې چې د شریعت پر بنا دي، مخالفت ونه کړي.

د طالبانو د مشر په خبره، په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پروړاندې ډېر ناوړه تبلیغات شوي او په مقابل کې یې جمهوریت ستایل شوی.

په اعلامیه کې د اخندزاه په نقل ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې د خدای حکمونه پلي کېږي او قوانین د خلکو د غوښتنو له مخې نه جوړېږي.

د طالبانو مشر ټینګار کړی چې ټولې فیصلې د اسلامي شریعت له مخې کېږي او هېڅ اعتراض باید پرې ونه شي.

څو اوونۍ وړاندې په کابل کې د طالبانو د دیني علماوو لویې ناستې په اعلامیه کې هم ویل شوي وو چې د دوی د حکومت پروړاندې هرډول مخالفت مردود دی.

طالبان پر کابل له حاکمیت راهیسې په تېرو ۱۱ میاشتو کې، هیڅ ډول اساسي قانون نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له مشرانو او رهبر څخه دا ډول څرګندونې اورېدل کېږي. وړاندې هم طالبانو د ښځو پر لباس او تعلیم محدودیتونه اعلان کړل، چې په کور دننه او د نړیوال غبرګون سره مخامخ شول.

د ازبکستان به ناسته کې چې روانه اوونۍ کې د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون ترسره شو، طالبانو د نجونو ښوونځیو پرانستلو او ښځو ته د کار حق ورکولو په اړه هېڅ اشاره ونه کړه.