سویلي آسیا

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، په یوه برید کې یې ۸ مخالف وسله وال وژلي

File photo.

د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د وسله والو پر یوه پټنځای د شپې په برید کې يې د دوی ۸ تنه وژلي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه عملیات په هغه سیمه کې ترسره شوي، چې یو وخت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي مرکز و او له افغانستان سره په پوله پرته ده.

دپاکستان دپوځ په وينا دغه نښته دخيبرپښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان سيمه کې شوې ده اؤ ددغه هېواد پوځيانو مخالفو وسله والو سره تر سختې نښتې وروسته له دوى څخه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پوځ د وژل شویو کسانو د هویت او له کومې ځانګړې ډلې سره د تړاو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. خو دا عملیات اکثره د پاکستان لخوا د تحریک طالبان ډلې پر ضد، چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري، ترسره کیږي او په دې سیمه کې د امنیتي عملیاتو یو له اصلي هدفونو څخه ګڼل کېږي.

شمالي وزیرستان پخوا د پاکستاني طالبانو او بهرنیو وسله والو اصلي مرکز ګڼل کېده. تر دې چې د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو د بې شمېره عملياتو په ترڅ کې ډېر يې وژل شوي او يا تېښتې ته اړ شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان له افغان طالبانو جلا ډله ده. خو وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پاکستان پر ضد یې خپل فعالیتونه پیاوړي او زیات کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د تحریک طالبان پاکستان ګڼ شمېر مشرانو او جنګیالیو د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته پناه وړې ده چې له امله یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي د وسله والو مخه ونیسي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي. خو طالبانو لا دمخه ویلي چې اجازه نه ورکوي چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره وکارول شي.