په نیویارک کې مېشت «پرانستې ټولنې» په نوم بنسټ د استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د هغې ګډې خبرپاڼې هرکلی او ملاتړ کړی چې غواړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د روانې سرغړونې په خاطر له طالبانو سره د قانوني چلند غوښتنه کوي.
دغه بنسټ وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له منځني او لېسو او لوړو زده کړو منع کړي او د ښځو پر کار او قانوني حقونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.
د پرانستې ټولنې بنسټ پر اېکس لیکلي چې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په وړاندې د افغانستان د نړیوالو ژمنو لپاره د طالبانو مسؤولیت له ډېر راهيسې ځنډېدلى دى.
د يادونې وړ ده، چې جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا په یوه ګډه خبرپاڼې کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله به طالبان په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې د پرانستې ټولنې د بنسټ غړې نتاشا ارنپرایسټر وايي: «دا کار د افغان ښځو او نجونو لپاره د یوې باثباته راتلونکې په لور لاره برابروي او ښيي چې دوی نه هېرېدونکي دي. بلکې د عدالت او برابرۍ په لاره کې یې ملاتړ کیږي.»
د جرمني، استرالیا، هالنډ او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې طالبان باید د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د افغانستان نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.
دغو هېوادونو ویلي که طالبان په خپلو تګلارو کې بدلون را نه ولي، په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړي.
د دغې ګډې خبرپاڼې له صادرولو وروسته د البانیا، بلجیم، آیسلنډ، مالیزیا، مراکش، پاناما، سیرالیون ، سلوانیا، استرالیا، هالنډ او کاناډا په ګډون یو شمېر هېوادونو هم د دغه اقدام ملاتړ وکړ.