افغانستان

اروپايي کمېسیون له افغانستان سره ۱۴۶ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړه

اروپايي کمېسیون له افغانستان سره د ۱۴۶ میلیونه یورو په ارزښت یوه نوې بسته ځانګړې کړې، چې موخه یې د بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا او د دغه هېواد د خلکو د ژوند ښه کول دي.

 د نړیوالو همکاریو لپاره د اروپايي اتحادیې کمیشنرې يوتا اورپیلاینن په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د مرستې کڅوړه د ښځو، ماشومانو او زیان منونکو خلکو په ګډون د داخلي بې ځایه شویو، پناه غوښتونکو، لږکيو او راستنېدونکو ته ځانګړې شوې ده.

اروپايي کمېسیون ویلي چې دا مرستې د افغانانو مخ پر ودې اړتیاوو ته په ځانګړې توګه په داسې حال کې ځواب ورکوي چې د ښځو او نجونو حقونه په اندېښمنونکي توګه د کمزورې کېدو په حال کې دي.

مېرمن اورپيلانين زیاته کړه: «اروپایي ټولنه په کلکه د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده. هرڅومره چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو آزادي محدودوي، په هماغه اندازه زموږ حضور او د نړیوالې ټولنې حضور ته اړتیا زیاتېږي.»

هغې ټینګار وکړ چې د اروپايي ټولنې هڅې د دې ډاډ ورکوي چې ښځې د دغو مرستو په پلان او تطبیق کې د پام وړ رول لري.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولیزه توګه ۹۰۳ میلیونه یورو د افغانستان د بنسټیزو، ژوندانه او کډوالو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرسته کړې چې له دې جملې څخه ۷۴۳ میلیونه یورو بشري مرستو ته ځانګړې شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له ملګرو ملتونو سره د اروپايي اتحادیې د اوږدمهاله همکاریو د یوې برخې په توګه، د اروپايي اتحادیې کمېشنر په افغانستان کې د معیشت او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې درې پروګرامونه لاسلیک کړي دي. له دغو پروګرامونو څخه یو یې د ۱۵ میلیونه یورو په ارزښت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، دویم یې د ۱۶ میلیونه یورو په ارزښت د روغتیا له نړیوال سازمان او درېیم یې د ۱۵ میلیونه یورو په ارزښت د ملګرو ملتونو د نفوس له صندوق سره لاسلیک شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه د افغان ټولنې د ژوند د خوندیتوب په برخه کې د خصوصي سکټور اهمیت او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي او د اقتصادي فرصتونو په ځانګړي ډول د ښځو او زیان منونکو ډلو لپاره به خپل ملاتړ متمرکز کړي.