سوداګري

ایلان ماسک د نړۍ لومړنی ټریلیونر کېږي

ایلان مسک، د ټيسلا او سپېس اېکس بنسټ ایښودونکی، کولی شي یوازې په څو کلونو کې خپله شتمني څلور چنده کړي او له یو ټریلیون ډالرو څخه ډېرو ته ورسوي.

د یو راپور له مخې چې په دې وروستیو کې د اېنفورما کانکټ اکاډمۍ په انګلستان کې د اېنفورما خپرونو څانګې لخوا خپور شوی، که د ایلان ماسک د شتمنۍ وده اوسنۍ کچه دوام ومومي، هغه به لومړی کس وي چې تر ٢٠٢٧کال پورې د ټریلیونرانو کلب ته ننوځي.

د راپور له مخې، د ماسک شتمني اوس مهال په کال کې ١٠٩.٨٨سلنه وده کوي، خو احتمال شته چې دا کچه د هغه شرکتونو د فعالیت یا اقتصادي شرایطو له امله ورو شي.

د بلومبرګ د احصایو له مخې، د ټیسلا، سپېس اېکس فضايي کمپنۍ او د اېکس ټولنیزې شبکې د مالک اوسنۍ شتمني ۲۳۷ میلیارده ډالره ده.

مخکې، په ٢٠٢١ کې، د مورګان سټینلي بانک شنونکو وړاندوینه کړې وه چې ماسک به لومړی شخص وي چې د ټریلیونر کېږي.

هغه به د اوږدې مودې لپاره لومړنى تريليونر نه وي، ځکه چې ګوتام آډاني، هندي متشبث او د آډاني ګروپ رٸيس او بنسټ اېښودونکی به د ماسک څخه یو کال وروسته ټریلیونر شي.

د انرژۍ د سوداګر د شتمنۍ خالص ارزښت اوس د ماسک په پرتله کوچنی دی، خو د ماسک په پرتله په چټکۍ سره وده کوي.

د هغه شتمني ٩٩.٦ ملیارده ډالر اټکل شوې چې په کال کې ١٢٢.٨٦سلنه وده کوي.

د نړۍ د ټریلیونیرانو کلب به د کلونو لپاره د نارینه وو کلب وي او بیا به فرانسواز بټانکور د نړۍ لومړنۍ ښځینه ټریلیونره شي.