د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (دوشنبه، وږي ۱۹مه) له نیوزیلنډ سره خپله لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه د هند د اوتار پردېش ایالت په ویجی سينګ پاتیک لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان ټيم به د حشمت الله شهیدي تر لارښوونې لاندې او د ټام سوتي په مشرۍ د نیوزیلینډ لوبډلې سره سیالي وکړي. دا لومړی ځل دی چې دواړه لوبډلې په یوه «ټېسټ» لوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي.
که څه هم د افغانستان د کرېکټ دوه تکړه لوبغاړي راشد خان او مجیب الرحمن ځدراڼ به په دې لوبه کې ګډون ونلري، خو افغان لوبډله بیا هم د ښې لوبې کولو هیله لري. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر اوسه درې «ټېسټ» لوبې ګټلي او څلور یې بایللي دي.
دغه سیالۍ سبا (د وږي ۱۹) پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي.