نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین پر اودیسا بندر برید وغنده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، جنګاښ ۶مه ۱۴۰۱. عکس د ښاغلي ګوترش له ټویټر څخه اخیستل شوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شنبې په ورځ د اوکراین د اودیسا بندر پر ځینو برخو برید وغنده او ویې ویل چې د جمعې په ورځ د جګړې ټولو خواوو هوکړه کړې چې د اودیسا بندر له لارې د کرنیزو محصولاتو صادرات اجازه ومومي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند فرهان حق په دې اړه وویل: “دغو محصولاتو ته په نړۍ کې اړتیا ډېره زیاته ده، ترڅو په ټوله نړۍ کې د خوړو بحران او د میلیونونه کسانو ستونزو ته رسېدنه وشي.”

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي چې اړتیا ده د روسیې، اوکراین او ترکیې ترمنځ شوې هوکړه به جدي ډول عملي شي.