ورزش

تخار کې په محلي کچه د کونګ فو سیالۍ ترسره شوې

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې د بدني روزنې آمریت د همبستګۍ جام تر نامه لاندې، د ځوانانو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ ترسره کړې.

په دې سیالیو کې اوو ټیمونو برخه درلوده او په بېلابېلو عمرونو کې ځوانانو سره سیالۍ وکړې. د

د تخار د بدني روزنې آمر احمد ضیاء حقجو وايي، دا سیالۍ د تخار ولایت په کچه وې او د تالقانو ښار «جهاد فایزی» پکې لومړی مقام ترلاسه کړ. ورپسې د ینګي قلعه او خواجه بهاؤالدین ولسوالیو دویم او درېیم شول.

حقجو وايي چې ددغو سیالیو د اخلاق جام د چاه آب ولسوالۍ ټیم ته ورکړل شو او همدراز ښو ځلېدلو ورزشکارانو ته مډال، د قهرمانۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شول.

ورزشکارانو د بدني روزنې له امریت څخه وغوښتل چې په راتلونکي کې هم دغه ډول سیالۍ ترسره کړي.

د تخار د بدني روزنې آمریت وايي چې د کونګ فو ددغو سیالیو هدف یې دا دی چې د لوړ استعداد لرونکي ځوانان وپېژني ترڅو په ملي ټیم او د هېواد به کچه سیالیو کې برخه واخلي.