ګارډین په یوه تحلیل کې وړاندیز کړی چې برېټانیا باید ټولو هغو ښځينه زده کړيالانو ته ویزې ورکړي چې د طالبانو له خوا پوهنتونونو ته له تګه منع شوي دي.
د دې تخليلي ليکنې لیکوالان وايي چې برېټانیا همدارنګه اړتیا لري چې د افغان اتباعو لپاره د بیا مېشتیدنې پلان پراخ کړي.
برېټانوي شنونکی سایمون ډیګینز او د برېټانیا د بشري حقونو فعاله مارګاریټ اوون د دې تحلیل لیکوالان دي.
د دوی په وینا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ټولې لاسته راوړنې له لاسه وتلې او داسې ښکاري چې دوی اوس د ښځو د حقونو د محدودولو پلان لري.
شننه وايي چې د دغو ښځو لپاره به برېټانیا ته د زده کړو لپاره تلل اسانه کار نه وي، خو ناشونی هم نه دی.
د بي بي سي نړیوال سروېس د زده کړې د بشپړې کڅوړې او سرچینې کارول د ټولو افغان مېرمنو لپاره د برېټانيا حکومت ته د دغو ليکوالانو یو بل وړاندیز دی چې د افغان میرمنو او انجونو ننګونو ته رسیدګي وکړي.
د دوی په وینا، وروستی عنصر دا دی چې د دې اقداماتو لګښتونه پاکستان ته د برېټانیا د پراختیایي مرستو له بودیجې څخه تمویل شي.
دوی له طالبانو سره د پاکستان تاریخي او اوږده ملاتړ ته په اشارې سره وايي، دغه هېواد هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روان وضعیت مسوول دی.
تحلیل وویل، «د ډیرو اړتیاو سره سره چې په پاکستان کې شتون لري، دا هېواد لاهم نږدې يو ملیون (اکثره) نارینه وسلوال ساتي او د اټومي وسلو فعال پروګرام لري. که وکولای شي اداره يې کړي، هغه زموږ مرستې ته اړتیا نلري. څرنګه چې د پاکستان استخباراتي سازمان د طالبانو د ملاتړ اوږده مخينه لري، د افغان ښځو د وضعیت مسؤولیت څرګند دی.»
پرون (یکشنبه، وږپ ۱۱ مه) یوې سرچینې آمو ته وویل چې د طالبانو مشر «قسم» کړی چې ښوونځي او پوهنتونونه به د نجونو پر مخ نه خلاصوي.