فرهنګ او هنر

د نورستاني حکاکۍ زده کولو ته د هراتي ځوانانو لېوالتیا

هرات کې د حکاکۍ روزنې یوه مرکز شاګردان

د حکاکۍ هنر هرات کې د تیموریانو دورې شاهکار دی چې یو وخت ډېر زیات مشهور و، خو اوس یې پخوانی شهرت نشته او ددې هنر د زده کړې مرکزونو شمېر هم درېیو ته راټیټ شوی دی.

سره له دې هم، په وروستیو دوو کلونو کې بیا د نورستاني حکاکۍ سبک ته د هراتي ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

 د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو رئیس جاوید ضرغام وايي، د حکاکۍ هنر د مختلفونو سبکونو ترمنځ، نورستاني حکاکۍ ډېر مینه وال موندلي دي.

هغه زیاته کړه: “حکاکي د فلز، ډبرې، شیشې او لرګي توږلو هنر دی او اوسنیو بدو اقتصادي شرایطو ته په کتو پخوانی بازار نه لري.”

په داسې حال کې چې په هرات کې د نورستاني حکاکۍ د روزنیز مرکز پرانستل کېدو دوه کاله لا نه پوره کېږي، خو په دې موده کې یو شمېر نجونې او هلکان یې زده کولو ته لېواله شوي دي.

ددغې روزنیزې کارګاه شاګردان وايي، سره له دې چې د زده کړې دورې یې ډېر وخت نه کېږي، خو دوی توانېدلي د لرګي پر مخ حکاکي زده کړي او په همغو ظرافتونو بېلابېلې طرحې جوړې کړي.

دا هنرمندان وايي، دوی تر یوې لنډې روزنیزې دورې وروسته اوس ښه مهارتونه لري او په کار بوخت دي او توانېدلي په دې برخه کې خپل هنري کارونه بازار ته وړاندې کړي.

ددغه مرکز یوه شاګرد حسین چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په زده کړې بوخت دی وویل: “دا زموږ د هېواد له لرغونو هنرونو دی، باید زده یې کړو، ویې ساتو او په خپل هېواد کې په دې برخه کې کار وکړو.”

یوه بل زده کوونکي ارشاد وویل: “ښه ده چې دغه ډول یو مرکز شته. له یوې خوا د بوختیا زمینه برابرېږي او له بلې خوا یو مسلک زده کوو.”

په ورته وخت کې ددغه مرکز یوشمېر استادان له دغه هنر څخه د خلکو هرکلي ته په اشارې سره وايي، په لومړي سر کې د خلکو ترمنځ د کافي معلوماتو نشتوالي له امله د حکاکۍ دغه مرکز دومره مینه وال نه لرل، خو د وخت په تېرېدو سره یې وکولی شول خپل مینه وال ومومي او ددغه ولایت د هنري سبکونو ترمنځ خپل مینه وال ومومي.

ددغه مرکز یوې استادې ثریا سادات وویل: “په دې مرکز کې اصلي زموږ اصلي کار پر لرګي حکاکي ده او شاګردان له بېلابېلو تزئیني طرحو او مهارتونو سره اشنا کېږي.”

ددغه مرکز عمومي رئیس محمد عامر هم وايي، په هرات کې د لومړنۍ روزنیزې دورې له پیلېدو راهیسې دوی توانېدلي چې ۵۵ ځوان هلکان او نجونې له دې هنر سره اشنا کړي او د کار بازار ته یې واستوي او اوس هم ددوی ډېر شاګردان ددغه هنر په زده کولو بوخت دي.

ددغه روزنیز مرکز د مسوولانو په وینا، سره له دې چې د نورستاني سبک حکاکي په هرات کې په لومړیو کې خپلې ځینې خاصې ستونزې درلودې، خو دوی هڅه وکړه چې د نندارتونونو په جوړولو سره ددغه هنر ښایست خلکو ته وروښيي او مینه وال یې ډېر کړي.

د یادولو ده چې د نورستاني سبک حکاکۍ هنر د لرغونې مخینې درلودو سره په نورستان پورې محدود و او په بېلابېلو طرحو له خاص ظرافت سره د لرګي پرمخ

گفتنی است که سبک هنر حکاکی نورستانی با پیشینه طولانی ویژه نورستان بوده و با طرح‌های مختلف و ظرافت‌های خاص روی چوب کنده کاری می‌شود.