Uncategorized @ps

 پاٸونګ تارن شیناواترا د تایلینډ دوهمه ښځینه لومړۍ وزیره شوه

د تایلنډ پارلمان پرون (جمعه د زمري ۲۶) پاٸونګ تارن شیناتواترا د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکله.

پاٸونګ تارن شیناواترا  ۳۷ کلنه ده او د تایلنډ په تاریخ کې تر ټولو ځوانه لومړۍ وزيره ده.

رویټرز راپور ورکړی چې مېرمن شیناواترا دوه ورځې وروسته له هغه چې پخوانۍ لومړۍ وزیره سرتا تاویسین له واکه لیرې شوه د تایلینډ د پارلمان لخوا لومړی وزیره وټاکل شوه.

ټاکل شوې پاٸونګ تارن شیناواترا د ځانګړو مراسمو« د اور د بپتسما» وروسته په رسمي توګه خپل کار پیل کړي.

هغه د تاکسین شیناواتر لور ده چې د تایلینډ یو له سیاسي مشرانو څخه ده او د دې هیواد په تاریخ کې دوهمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تایلینډ په تېرو دوو لسیزو کې په دوامداره توګه سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.