افغانستان

طالبانو د پخوانیو سرتېرو پېژندنې لپاره د ایران پولې ته نور جنګیالي استولي

په داسې حال کې چې طالبانو افغانستان ته د جمهوریت د چارواکو بېرته ستنولو لپاره د همغږۍ یو کمیسیون جوړ کړی؛ دوه باخبره سرچینې وايي چې دغې ډلې د پخوانیو نظامي منسوبینو او د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د تشخیص لپاره د ایران پر پوله نور جنګیالي ځای پرځای کړي دي.

دغو سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي، طالبانو د شمالي ولایتونو له هرې ولسوالۍ یو استازی د افغانستان او ایران پولې ته لېږلی.

ددوی په خبره، دا کسان د طالبانو د اعتماد وړ دي او له کاپیسا، پروان، پنجشېر او د کابل له ځینو سیمو، هغو ولایتونو ته لېږل شوي چې له ایران سره ګډه پوله لري.

د طالبانو له منځه یوې باخبره سرچینې امو ټلویزیون ته وویل، دغو کسانو ته موبایل ټیلفون، اینټرنټ او د تر تعقیب لاندې کسانو او پخوانیو سرتېرو لیست ورکړل شوی. دا لیست د طالبانو د جاسوسانو لخوا په کلیو کې ترتیب شوی دی.

دغه سرچینه زیاتوي، د طالبانو استازي په نیمروز او هرات ولایتونو کې په شبکه ای ډول له هغو کسانو چې په غیرقانوني ډول ایران ته ځي راځي، د پېژندګلوي د اسنادو غوښتنه کوي او که نوم یې په فهرست کې و، عکس یې اخلي او اړوندې ولسوالۍ ته یې لېږي.

مختلفې سرچینې تاییدوي چې طالبانو له همدې لارې له مرکزي ولایتونو ډېر کسان نیولي دي. یو کس په کاپیسا کې نیول شوی دی.

د نیول شوي کس یوه خپلوان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امو ټلویزیون ته وویل: “زما د کاکا زوی پخوانی سرتېری و او د دولت تر سقوط وروسته ایران ته تښتېدلی و، افغانستان ته تر راستنېدو دوه ورځې وروسته، د کاپیسا په مرکز د ده علي بابا په بازار کې طالبانو ونیوه. طالبانو د هغه د نیولو لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل نه درلوده.”

هغه زیاته کړه: “شاوخوا شل ورځې کېږي چې هغه یې نیولی. هر ځل چې د هغه د خلاصون لپاره محلي مشران په کاپیسا کې طالبانو ته ورځي، هغوی وايي چې تر تحقیقاتو وروسته به خوشي شي.”

طالبانو په داسې حال کې د پخوانیو دولتی سرتېرو او د ملي مقاومت جبهې جنګیالیو لپاره خپل کسان د ایران پولې ته لېږلي چې د جمهوري دولت تر سقوط ۱۱ میاشتې وروسته یې، د کاپیسا، پروان او پنجشېر سلګونه اوسېدونکي د طالبانو ضد جبهې سره د همکارۍ په تور زنداني کړي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو لخوا د نیول شویو ځوانانو د ځورونې، شکنجې او وژنې ضد او نقیض راپورنه هم خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې د پخواني حکومت څو لوړپوړي چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دی.

په وروستي مورد کې د کابل د پولیسو د تربیوي مرکز پخوانی قومنان سمونوال جنت ګل اوریاخېل د تېرې چهارشنبې په ورځ (جولای ۱۳مه) کابل ته ستون شو.