افغانستان

د افغانستان هوايي ډګرونه ولې اماراتي شرکت ته وسپارل شول؟

له څو میاشتې ځنډ وروسته د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د افغانستان د درېیو هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو او د څلورو نورو د هوايي چلند امنیت قرارداد د «ګاک» په نوم  له یوه اماراتي کنسرسیوم سره لاسلیک کړ او د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول په تړاو هم له همدې کنسرسیوم سره خبرې روانې دي.

د اماراتو ګاک کنسرسیوم به په داسې حال کې د افغانستان د هوايي چلند په برخه کې فعال حضور ولري چې په تېرو نهو میاشتو کې یوه ترکي-قطري ګډ شرکت ته د افغانستان د هوايي ډګرونو د خدمتونو سپارلو په تړاو خبرې روانې وې، خو په پای کې قرارداد امارتي کنسرسیوم ته ورکړل شو.

دا قرارداد متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر له سفر لس ورځې وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند له وزارت څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ددغه وزارت او د ګاک کنسرسیوم د استازي ترمنځ د افغانستان د هوايي حریم په تړاو هم خبرې روانې دي.

انحصاري قرارداد ښه نه دی

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، دا کنسرسیوم په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال په خلافکارۍ تورن و او د هېواد د هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو او د هوايي چلند امنیت ورسپارل د هېواد په زیان دي او کورني شرکتونه به له خطر سره مخامخ کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود په دې اړه وايي: «اماراتي کنسرسیوم ته یوه دیپلوماتیکه بریا ده. خو د اقتصاد په علم کې، حتی کورني شرکت ته انحصاري قرارداد ورکول ښه نه دی. باید قطر او ترکیې ته هم سهم ورکړل شوی وای چې ځینې کارونه هغوی ترسره کولی. په دې توګه رقابت رامنځته کېده او ملي منافع لا ښه تامینېدل. همداراز په دې کار سره موږ د افغانستان د اقتصادي ودې او له قطر او ترکیې سره د نږدې کېدو فرصت زیاتوه او ددوی ترمنځ مو توازن رامنځته کوه.»

طالبان: څارنه کوو

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ددغه قرارداد د جزییاتو په اړه وايي، د کابل، هرات او مزار شریف هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو قرارداد د یونیم کال لپاره او د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات د هوايي ډګرونو د هوايي چلند امنیت د درېیو کلونو لپاره د اماراتو کنسرسیوم ته سپارل شوی او د هوايي ډګرونو عواید به د کنسرسیوم د لګښتونو تر بېلېدو وروسته، د طالبانو او د کنسرسیوم ترمنځ ووېشل شي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، شوي قراردادونه د افغانستان په زیان نه دي او د کنسرسیوم فعالیتونه به تر څارنې لاندې وي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: «د اماراتو کنسرسیوم هېڅ ډول خلافکاري نه لري او رقابت ته هم زیان نه رسېږي. ځکه چې مختلفې برخې دي او سیسټم یې بېل دی.»

له ګاک سره قرارداد او د نواز شریف کورنۍ

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت یو شمېر پخواني چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امو ټلویزیون ته وویل چې د نواز شریف کورنۍ خپلې ډېرې پانګونې په اماراتو کې کړې دي.

ددغې سرچینې په خبره، دا چې شهباز شریف پاکستان کې واک ته ورسېد او نوموړی له اماراتو سره نږدې شخصي اړیکې او پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، نو دغه یوجانبه قرارداد ته لاره هواره شوه.

د ترانسپورت وزارت یوه پخواني چارواکي زیاته کړه: «د جمهوریت پرمهال دا شرکت نشوای کېدای له فساد پرته مخته لاړ شي. بله موضوع دا چې شهباز شریف واک ته ورسېده او دا چې د شریف کورنۍ خپله ټوله پانګونه په اماراتو کې کړې ده او پر طالبانو هم نفوذ لري، نو دغه یو جانبه قرارداد ته زمینه برابره شوه.»

له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو تر بشپړې وتنې دوه میاشتې وړاندې، ترکیه له امریکا او ناټو سره د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنې په اړه هوکړې ته رسېدلې وه. هغه مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ددغې هوکړې یادونه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د جمهوريت تر سقوط پورې د کابل هوايي ډګر د امنیت چارې مخته وړلې.