افغانستان

پنجشېر کې د طالبانو د تصفیوي عملیاتو پیل

د ملي مقاومت جبهې سرتېري، غویی ۱۴۰۱

د افغانستان په مرکز پنجشېر کې ځینې سرچینې وايي چې طالبانو له تېرو درېیو ورځو راهیسې ددغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې تصفیوي عملیات پيل کړي او خپل جنګیالي په بېلابېلو سیمو کې له ځمکې او هوا اکمالوي.

یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امو ټلویزیون ته وویل چې جګړې تېره شپه ناوخته وروسته له هغه پیل شوې چې طالبان د پنجشېر د شتل ولسوالۍ په دره آرزو کې د ملي مقاومت جبهې له کمین سره مخامخ شول او درنه مرګ ژوبله ورواوښته.

سرچینې زیاته کړه چې له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو پنځه هلیکوپټر د پنجشېر په فضا کې ګرځي او نن سهار (پنجشنبه، چنګاښ ۲۳مه) طالبانو د هلیکوپټر په وسیله خپل څو مړي د آرزو له درې راښکته کړل او بیا یې خپل کومکي جنګیالي سیمې ته ولېږل.

یوه بله سرچینه وايي چې طالبانو خپل ۳۰۰ تازه دمی جنګیالي د ملي مقاومت جبهې د مقابلې لپاره د پروان سالنګ ولسوالۍ ته لېږلي چې د پنجشېر له دره آرزو سره یې لاره یوه ده.

په همدې اړه یې سرچینې امو ټلویزیون ته وویل چې طالبانو دغه جنګیالي د پروان د سالنګ ولسوالۍ په کوکلامي، راست دره او ځینو نورو سیمو کې ځای پرځای کړي ترڅو ملي مقاومت جبهې ته د اکمالاتو لارې وتړي.

طالب چارواکو تراوسه د پنجشېر او پروان په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم په پنجشېر کې تصفیوي عملیات پيل کړي وو او د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې یې تر څلور ورځنۍ شدیدې جګړې وروسته، خپل جنګیالي د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته ولېږل.