افغانستان

خپلمنځي اختلاف طالبان په څو ډلو وېشلي دي

د سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر طالب مشران؛ په کابل کې د اختر د لمانځه په مراسمو کې د طالبانو دفاع وزیر (کیڼ اړخ ته دوهم). د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۱ کال. عکسونه د ارګ له ټویټر څخه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو ۱۱ میاشتې وروسته، ښکاري ددغې ډلې مشرانو یو له بل سره شدید اختلاف پیدا کړی او ددوی ترمنځ د لفظي شخړو او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغوی د پلویو جنګیالیو ترمنځ د وسله والو جګړو لامل شوی دی.

د طالبانو په لیکو کې یوې باخبره سرچینې امو ټلویزیون ته د دغې ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلاف تایید کړ او ویې ویل چې هره ورځ د ډېرېدو په حال کې دی او طالبان یې په درېیو ډلو وېشلي دي.

هغه چې پخوا په څو ولایتونو کې د طالبانو د نظامی کمیسیون مسوول و، ددغې ډلبندۍ په اړه وویل، لومړۍ ډله د ملابرادر په مشرۍ هغه کسان دي چې له امریکا سره د سولې بهیر کې یې ګډون درلود او منځلاري طالبان بلل کېږي.

دویمه ډله د ملا عمر د زوی ملا یعقوب په مشرۍ هغه کسان دي چې ترډېره یې په جګړو کې برخه درلوده او درېیمه یې حقاني شبکه ده چې سراج الدین حقاني یې په راس کې دی.

دغې سرچینې وویل: “امارت اسلامي (طالبانو) کې اختلاف زیات شوی او هرچا خپله ځان ته دنده ټاکلې ده. په اسلامي امارت کې د حقاني شبکې شتون ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي. که همداسې دوام ومومي؛ حکومت به تقسیم او تجزیه شي. موږ دې وضعیت ته سخت اندېښمن یو.”

یوه اوونۍ کې دوه پېښې

په وروستي مورد کې، روانه اوونۍ کې د افغانستان په ځینو مرکزي برخو کې د طالبانو جنګیالیو ترمنځ د اختلاف دوه وړې پېښې رامنځته شوې دي.

درې ورځې وړاندې، د پنجشېر د امنیت امر حمید خراساني درې ساتونکي د پکول پر سر کولو له امله، د پښتنو طالبانو لخوا ونیول شول. د ښاغلي خراساني یو غږیز پیغام رسنیو ترلاسه کړ چې ده پکې، د طالبانو له مشرانو په ځانګړې توګه ملا یعقوب او سراج الدین حقاني څخه په نیوکې او زاریو غوښتل ساتونکي یې له بنده خوشي کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام، هلمندي طالبان په پنجشېر کې د ملکي خلکو په وژنې او قومی تعصب ته په لمن وهلو تورن کړل. وړاندې تردې ځینو سرچینو امو ټلویزیون ته تایید کړې وه چې په تېره یوه میاشت کې، تر ۱۵ ډېر تاجیک ټبره طالبان د پښتنو طالبانو لخوا نیول شوي او شکنجه شوي دي.

پروان کې د یوې سیمه ییزې سرچینې په وینا، د دوشنبې په مازدیګر ددغه ولایت په ګلبهار سیمه کې په یوه پوسته کې، د کندهاري طالبانو او تاجیک ټبره طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. تراوسه ددغې جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

د قدرت وېش پر سر شخړه

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبان د قدرت د وېش او مالي سرچینو پر سر سخت اختلاف لري.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي امو ټلویزیون ته وویل، که طالبان د قومي جګړو مخه ونه نیسي، افغانستان به د کورنیو جګړو نوي پړاو ته ورټېل وهل شي.

ښاغلي فرهادي وویل، د طالبانو هره ډله لا ډېر امتیازات غواړي او دا به د افغانستان لپاره ډېر زیانمنوونکی وي. هغه وویل: “د طالبانو ترمنځ جګړه او اختلاف د منابعو پر سر دی او که طالبان دا موضوع مهار نه کړي، افغانستان او طالبان به سخت زیان وویني.”

کندهار ته د ملا برادر پرلپسې سفرونه، د څو اضطراري ناستو ترسره کول، د افغانستان شمال او په تېره بیا پنجشېر ته د لوړ پوړو طالبانو سفرونه، د غیرپښتنو طالب قوماندانانو نیول او زنداني کول او د طالبانو له لیکو د ځینو تاجیک، ازبیک او هزاره طالبانو بېلېدل، پخپله د طالبانو ترمنځ د ژور اختلاف څرګندونه کوي.

سره له دې چې د طالبانو مشرانو هڅه کړې چې دا اختلافات پټ وساتي، خو تراوسه یې هڅو نتیجه نه ده ورکړې او پښتانه طالبانو له غیرپښتنو طالبانو سره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په وار وار نښتې کړې دي.

د شته راپورونو له مخې، طالبان تراوسه په فاریاب، تخار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کندوز او سرپل کې خپلمنځي جګړې درلودې چې درنه مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل مشعل وايي چې د ملا برادر او حقاني ډلې ترمنځ شدید اختلاف رامنځته شوی دی او دغو دوو ډلو څو ځلې د جمهوري ریاست، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت پر سر شخړه کړې ده.

ښاغلي مشعل زیاتوي، دا اختلافات به په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې لامل شي او اړتیا ده چې طالبان انتخابات ومني او پرېږدي چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله او انتخابي دولت رامنځته شي.

هغه زیاته کړه: “طالبان د نجونو ښوونځیو خلاصولو، ټولشموله حکومت، وزارتونو کې ګومارنو او په حکومت کې د اقوامو د سهم په اړه شدید اختلاف لري او په ځینو مواردو کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي وسله والې نښتې هم شوې دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه غږیز پیغام کې پر خپلو چارواکو طالبانو نیوکه کړې چې “اطاعت کوونکي” نه دي او په روانه اوونۍ کې یې په پنجشېر، پروان او کاپیسا کې درې خپلمنځي نښتې درلودې.