ښځې

 طالبانو په کندهار کې یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله 

عکس له آرشیف

طالبانو نن پنجشنبه (زمري ۱۸) په کندهار کې یوه ښځه « له کور څخه د تیښتې» په تور په عام محضر کې په درو ووهله.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ښځه یې «۳۹ درې» وهلې او په دوه کاله او شپږ میاشتې بند يې هم محکومه کړې ده.

د آمو موندنې ښيي چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول هېواد کې د دغې مېرمنې په ګډون تر سلو ډېرې ښځې په عام محضر کې په درو وهلې دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په میدان وردګو ولایت کې یې هم دوه تنه نور د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې د میدان وردګ ولایت په دایمیراد ولسوالۍ کې دوه تنه هر یو په ۳۹ درو او درې کاله بند محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو پر مجازاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دوى مدافع وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته سزا ورکوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول «غیر اخلاقي» دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.