سوداګري

طالبانو لخوا پر هوټلونو او ګازو سټیشنونو د مالیې کمول

A hotel in the city of Bamiyan, Afghanistan. July 8, 2023.

طالبانو نن سه شنبه په یوه خبري کنفرانس کې د هوټلونو او ګازو پر سټیشنونو د مالیې د کمولو اعلان وکړ.

د طالبانو د رٸي الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې ويلي، چې هغه سوداګرې اتحادیې او سوداګر چې کلنی عاید یې تر ۲ میلیونو افغانیو پورې وي، له مالیې معاف دي او که عاید یې له ۲ میلیونو افغانیو زیات وي، له خپلو عوايدو به ۰،۳ سلنه مالیه ورکوي.

هغه ټینګار وکړ چې د بیلابیلو سوداګریزو اتحادیو لخوا ورکړل شوې مالیه د زیربنایي پراختیایي پروژو او د يو ملیون او دوه سوه زرو څخه د زیاتو دولتي چارواکو معاشونو لپاره کارول کیږي.

د طالبانو د مالیې وزارت په سوداګریزو اتحادیو باندې ثابته مالیه له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۳ سلنې ته راټیټولو خبر ورکړ. د طالبانو د عوایدو او ګمرکونو مرستیال اعلان وکړ چې د پمپ سټیشنونو او هوټلونو لپاره د ماليې نوى معافیت او همدارنګه د ګازو، تیلو او رستورانتونو په ثابت مالیاتو کې بدلونونه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر وضع شوي دي.

عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې وویل، «د هغه کسانو چې په کال کې یې ۱۵۰ زره افغانۍ پلور کېږي، ۰،۵ سلنه مالیه به ورکوي. د افغانستان اسلامي امارت پرېکړه کړې چې هغه کسان چې په کال کې تر دوه میلیونه افغانیو پورې پلور لري له مالیاتو څخه معاف کړي. هغه کسان چې په کال کې یې له دوو میلیونو افغانیو څخه يې زیات پلور کیږي یوازې ۰.۳ سلنه اضافي مالیه به ورکوي.»

هغه په ​​تېرو کلونو کې د مالیې له جریمې څخه بشپړ معافیت ته په اشارې وویل، د مالیاتو د بیا کتنې بهیر د اسانتیا په موخه به بیا کتنه هر کال ترسره شي، نه په هرو پنځو کلونو کې.

حنفي د هوټلونه د ماليې د کمولو په تړواو وويل چې هوټلونه به په دریو کټګوریو کې مالیه ورکوي: «هغه هوټلونه چې لوړ خدمات وړاندې کوي لس سلنه مالیه ورکوي، چې په دې کټګورۍ کې بدلون نه دی راغلی. هغه هوټلونه او مېلمستونونه چې درې میاشتني عاید یې له ٧٥٠زرو  افغانیو څخه کم وي اړ دي چې د خپل ټول ناخالص عاید ٢ سلنه تادیه کړي. پخوا، دې کټګورۍ ٥سلنه مالیه ورکوله. هغه هوټلونه او د ودونو تالار چې په هره ربع کې له ۷۵۰ زره افغانیو څخه زیات عاید لري باید ۵ سلنه مالیه ورکړي.»

حنفي د ماليې ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته په اشارې وويل، دغه ماليه په پرمختيايي پروژو او کورنيو بنسټيزو تاسيساتو لګول کېږي او د ښوونکو، روغتيايي کارکوونکو او پوليسو په ګډون د څه باندې يو نيم ميليون کارکوونکو معاشونه د دې ماليې له لارې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د سوداګرو او هټیوالو په ګډون ۲۰۶ ډوله سوداګریزې اتحادیې فعالیت کوي. تر دې وړاندې یو شمېر ښاریانو په ځانګړې توګه هټیوالو ویلي و، چې طالبان له زور او تاوتريخوالي په کارولو له دوی څخه څو چنده مالیې اخلي.