د کابل ښار په سوېلي زون کې د ۲۲ ورزشي کلپونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.
د طالبانو تر ادارې لاندې د المپيک رياست نن (سه شنبه، د زمري ۱۶) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې په دغو سياليو کې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو له ۳۲ څخه تر ۱۲۰ کيلو ګرام وزن پورې ۲۷۰ ورزشکاران برخه اخلي.
دغه سيالۍ د دريو ورځو لپاره د سکيتسيان په لوبغالي کې ترسره کېږي.