افغانستان

دولسو ولایتونو کې سېلابونو درانه زیانونه اړولي

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ویجاړوونکو سېلابونو پر انساني تلفاتو سربېره، د ډېرو کسانو کورونه وران کړي او د کرنې ځمکې یې لمنځه وړې دي.

دغو سېلابونو په کندهار، ارزگان، زابل، نورستان، کنړ، ننگرهار، لغمان، لوگر، میدان وردک، پروان، کابل او غزني کې ترټولو ډېر زیان اړولی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت مرستیال غلام غوث ناصري وايي، په دغو سېلابونو کې لږترلږه ۷۰ کسان مړه شوي او له دې ډلې ۱۳ تنه یوازې د غزني او میدان وردک اوسېدونکي وو. همداراز ۹۰ کسان ټپیان شوي دي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه: “له ۲۰۰۰ ډېر کورونه لږ یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۲۰۰۰ څاروي مړه شوي او همداراز زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې لمنځه تللې دي.”

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کې یوه طالب چارواکي آمو ټلویزیون ته وویل، په سېلاب ځپلو ولایتونو کې لږ ترلږه ۱۲ زره جریبه ځمکه تخریب شوې او د اوبو نږدې ۱۰۰ کانالونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین په دې اړه وویل: “د زیانمنو کسانو د سروې کار روان دی چې تر بشپړېدو وروسته به د اوبو کانالونو او کرنیزو ځمکو د بېرته رغونې لپاره له هغوی سره مرستې وشي. موږ له مرسته کوونکو هېوادونو او همکارو موسسو غواړو چې زموږ د زیانمنو بزګرو لاسنیوی وکړي.”

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ خونې یوه غړي د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانون کچه د کرنې وزارت تر شمېرو ډېره لوړه بولي او وايي چې یوازې په ۱۲ شمالي ولایتونو کې لږ ترلږه ۵۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه اوبو وړې ده.

د زراعت او مالدارۍ خونې غړي میرویس حاجي زاده په دې اړه وویل: “د بزګرانو فصل تیار شوی و. د کابل په کلکان او میربچه کوټ ولسوالیو کې ږلۍ کرنیز محصولات داسې لمنځه وړي چې د انګورو یو تاک هم روغ نه دی پاتې.”

بلخوا بزګران له طالبانو په نیوکې سره وايي چې تراوسه هېچا له سېلابونو د زیانمنو کسانو سره مرسته نه ده کړې.

یوه بزګر عبدالفتاح په دې اړه وویل: “موږ د کلکان ولسوالۍ په صوفي ها کلي کې خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړه. زموږ د انګورو، زردالو او شفتالو ټول محصولات لمنځه لاړل. د کرنې له وزارت څخه غواړو چې په دغو شرایطو کې له موږ سره مرسته وکړي.”

ددغې ولسوالۍ یوه بل بزګر هدایت الله وویل: “موږ په خپل کلي کې ۱۵۰ زره تاکونه لرل چې حاصل ته رسېدلي وو او خلکو یوه میاشت وروسته راټولول. هغوی په میاشتو میاشتو اوبه کړل، زحمت یې وایست، ټول ږلۍ نابود کړل او تراوسه هېڅ کومې موسسې یا د کرنې وزارت له موږ سره مرسته نه ده کړې.”

سږکال د تېرو هغو په پرتله، طبیعي پېښو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تېرو اونیو کې په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې زورورې زلزلې، د زرګونو تنو ژوند واخیست او زرګونه نور یې ټپيان کړل.