سوداګري

د هرات  د صرافۍ یو شمېر دفترونه په ​​اعتراضي ډول تړل شوي 

په هرات کې سرچینې وايي چې د هرات ښار د صرافۍ بازار کې د صرافۍ یو شمېر دفترونه وروسته له هغه په ​​اعتراضي ډول تړل شوي چې طالبانو د ضمانت په توګه د زیاتو پیسو د ورکړې پرېکړه وکړه.

د سرچینو په وینا، طالبانو له هر يو صراف څخه غوښتي چې ۶ میلیونه ۶۰۰ زره افغانۍ (د ۹۳ زره امریکايي ډالرو معادل) د ضمانت په توګه بانک ته وسپاري.

مخکې سرچینو آمو ویلي وو چې د هرات د صرافۍ مارکیټ چې د خراسان مارکیټ په نوم یادیږي، د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا وتړل شو، خو د يوشمېر  صرافانو  په وينا د يوشمېرصرافانو خپل دوکانونه چې د طالبانو لخوا د ټاکل شويو پيسو د ورکړې توان يې نه درلود اعتراض  په ډول تړل شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د کابل په شهزاده سراى  کې د ګرځنده صرافيو پر فعالیت بندیز ولګاوه.