ښځې

د بشري حقونو د څار اداره: طالبان باید د ښځو له حقونوسرغړونې پای ته ورسوي

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي طالبان باید په افغانستان کې د ښځو له حقونو سرغړونې  پای ته ورسوي. 

دغه بنسټ د پارېس د ۲۰۲۴ کال د المپیک د پرانیستې په مناسبت پر اېکس ليکلي، د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک لوبې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو او سپورټ له حقه بې برخې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، «طالبان باید دا سرغړونې پای ته ورسوي او د ښځو پر بنسټیزو حقونو محدودیتونه لرې کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته،  ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

 طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د نجونو او ښځو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

د یادولو وړ ده، چې طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې نجونې په کانکور ازموينه کې له ګډون منعه کړي او آن د یوې نجلۍ له ګډون پرته يې هم دا ازموينه واخيستله.