افغانستان ښځې

 د فرانسې ولسمشر: له افغانستانه د امریکا وتلو ښځې او نجونې اغېزمنې کړې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له افغانستانه د امریکا وتلو د دغه هېواد پر ښځو او نجونو ژور اغېزه کړې ده.

هغې له ازادۍ راډیو د خبريال سره په په یوه لنډه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو پرېکړې په دې هېواد کې پر نجونو او ښځو ډېره اغېزه کړې ده؛ خو دوی (نجونې او ښځې) باید راتلونکي ته هیله منې وي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلى مکرون وايي «زه د ٢٠٢١کال اوړي په یاد لرم؛ کله چې امریکا له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه. ما د دې پریکړې وروسته د افغانستان لپاره د هغې د پایلو په پام کې نیولو سره د کډوالو د منلو او د خلکو د ساتنې لپاره خپله هڅه وکړه. زه پوهیږم چې هره ورځ څومره ښځې او نجونې د دې پرېکړې اغیزمنې کیږي. زه همداراز پوهیږم چې ستاسو خلک (د افغانستان خلک) څومره پیاوړي دي. زه غواړم افغان ښځو او نجونو ته دا پیغام ورکړم چې راتلونکې ته هیله منې واوسي.»

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، ښځې او نجونې يې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړې او د دولتي او خصوصي موسسو کې د کارکوونکې ډېر شمېر ښځې يې په کور کېنولې.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته د څو فرمانونو په صادرولو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او پوهنتونونه یې د نجونو او ښځو پر مخ وتړل.

د يادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپورورکوونکي د طالبانو د سختدريځه پاليسيو لاندې د ښځو وضعیت د «جنسيتي تبعيض» په توګه بیان کړ.