په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د راټولېدنې په درېیمه شپه یو شمیر ویناوالو له افغانستانه د امریکا د وتلو موضوع وړاندې کړه او پر جو بایډن یې نیوکې وکړې.
د جمهوري غوښتونکو مخکښو څېرو له افغانستانه د امریکا وتل له شرمه ډک وبلل.
د هغو امریکايي سرتېرو یو شمېر کورنیو چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وږي په میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش په برید کې ووژل شول، له افغانستانه د وتلو په تړاو د بایډن پرېکړه وغندله.
شریلز جیولز، د وژل شوي امریکايي سرتېري یوه خپلوانه وايي: «جوبايډن وویل چې له افغانستانه وتل یوه غوره بریا وه. یوه ډېره غوره بریا!! زموږ څېرو ته وګوره، زموږ درد او مات زړه ته وګوره او زموږ غوسې ته وګوره. دا یوه ډېره غوره بریا وه؟ زموږ د ملت سپکاوی یوه ډېره غوره بریا نه وه.»
د غونډې په دوام کې یو شمېر نورو ویناوالو د امریکا ولسمشر جو بایډن په دروغ ویلو او همدا راز په کابل کې د وژل شویو سرتېرو د قربانیو پر وړاندې په بې پروایۍ هم تورن کړ.
دغو ویناوالو ټینګار وکړ چې جو بایډن د امریکا له وګړو د یوې بخښنې غوښتلو پور وړی دی.
هرمن لوپز، د یوه وژل شوي سرتېري پلار
وايل: تر ټولو بده خو دا ده، چې نوموړي د هغو سرتېرو نومونه په لوړ اواز نه دي اخيستې. د تېرې میاشتې په ټاکنیزه مناظره کې هغه ادعا وکړه چې هېڅ یو سرتېری د ده د حکومتولۍ په موده کې نه دی وژل شوی. هېڅ یو!! چې دا ټول سخت ځوروي.»
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له وروستیو او د وږي میاشتې په دوه لومړیو اونیو کې کابل ته د طالبانو له راتګ سره هم مهاله، د کابل له هوايي ډګره، متحده ایالاتو له کړکېچه ډک د تخلیې بهیر پای ته ورساوه. هغه بهیر چې په افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزې پوځي او سیاسي ماموریت ته یې د پای ټکی کېښود.
د دغه بهیر په جریان کې د وږي میاشتې په څلورمه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه لوی برید وشو چې په پایله کې یې ۱۳ امریکايي پوځيان، او ۱۷۰ تنه افغان وګړي ووژل شول. د دغه برید پړه داعش ډلې ومنله.
اوس یو شمېر امریکايي سناتوران له افغانستانه د امریکا د وتلو ورځ د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ بولي.
د جمهوري غوښتونکو یو بل استازی بریان مسټ چې په وار وار یې د بایډن د ادارې له خوا له افغانستانه د وتلو په اړه نیوکې کړي، یو ځل بیا یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورځ، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وبلله.
بریان مسټ، د امریکا د سنا مجلس غړی وايي: «تر ټولو بده خو دا ده، چې د جوبایډن دا هم لا په یاد نه دي چې دا بهیر د ۱۳ امریکايي اتلانو د وژلو په قیمت پای ته ورسېده. کله چې د نوموړو تابوتونه د داوور اډې ته راورسېدل، د هغه په یاد ول چې خپل ساعت ته وګوري. زما نږدې ۲۵۰۰ خویندو او ورونو په دغه جګړه کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل.»
خو د بایډن ادارې په پرله پسې توګه ویلي چې تر ټولو اوږدمهالې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود او د بایډن د ادارې ویاندویانو هم ویلي هغه څه چې د افغانستان په تړاو ورباندې پرېکړه وشوه، د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ له دورې جوبایډن ته په میراث پاتې وه.