افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان:«د بشري حقونو ناوړه نقض او د طالبانو جرمونو لپاره»معافیت باید پای ته ورسیږي

د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو انځوز

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اړه چې د  «د امربالمعروف » وزارت د کړنو او فعاليتونو په اړه يې خپور کړى غبرګون ښودلی، ویلي چې« د نړیوالو قوانینو له مخې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او جرمونو لپاره روان معافیت باید پای ته ورسیږي.»

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو وروستي راپور د بشري حقونو او د افغانانو له بنسټیزو ازادیو څخه په سرغړونو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت رول په ډاګه کړى دى.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، «د افغانستان خلکو د اخلاقي څارنې په برخه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت نامناسبه،مبهمو او خپلسرو کړنو  مخينه د تبعيض د سيستماتيک جوړښت په توګه په نامناسبه ډول پر ، ښځو او نجونو اغېز کوي او په دې هېواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې  د افغانستان د خلکو  د بیان، فکر، وجدان او مذهب، د روغتیا او کار حق او نورې بنسټیزې آزادۍ او حقونه “تضمین” کړي.

دغه سازمان همداراز په دې خبرپاڼه کې ويلي: «ملګري ملتونه باید د نړیوالو قوانینو لاندې جرمونو او د [طالبانو تر کنټرول لاندې] افغانستان کې د نورو جدي سرغړونو د پلټنو لپاره د نړیوال حساب ورکونې یو خپلواک جوړښت او همدارنګه د راتلونکي حساب ورکونې او محاکمې هڅو لپاره د شواهدو راټولولو او ساتلو لپاره د ماموریت د بشپړو سرچینو د پراخولو او چمتو کولو سربېره یو جوړښت جوړ کړي.» 

د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه وايي چې ملګري ملتونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د جنسيتي عدالت لومړیتوب دى او د ښځو د بشري حقونو مدافعینو او د مدني ټولنې غړو برخه اخیستنه به د افغانستان د راتلونکي په اړه له طالبانو سره په ټولو خبرو اترو کې محور وي.

دغه سازمان زياتوي: «د دې کار په ترسره کولو کې پاتې راتلل د قربانیانو او د دوی حقونو، عدالت او جبران ته زموږ د شا اړولو په معنا ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د امربالمعروف د کړنو په اړه طالبان «د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکي» بللي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو کارکونکي؛ په ځانګړې توګه په ولایتونو کې له خلکو سره د هغه څه برعکس چلند کوي چې په مرکز کې یې ددوى مشران او چارواکي د  لارښوونو په توګه صادروي.