افغانستان

د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړي ګيله من وزیر برید په کلکو ټکو وغندل شو

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاسي څېرو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه لوړپوړي غړي او شاعر ګيله من وزیر برید غندلی دی.

کرزي نن ( سه شنبه چنګاښ  ١٩) پر اېکس په یوه ليکنه کې د دغه برید په رامنځته کېدو خواشیني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې هغه ته روغ صحت هیله کوي.

پخواني ولسمشر اشرف غني او د هغه پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح هم دغه برید غندلی دی.

ګيله من وزیر دوه ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله والو په برید کې سخت ټپي شوی و. د هغه حالت نازک ښودل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون وايي، له پاکستانه د ښاغلي وزیر د لېږدولو هڅې روانې دي.