ښځې

ملاله يوسفزۍ: ښځې د طالبانو په سیستماتیک «جنسيتي تبعيض» کې له ګواښونو سره مخ دي

د بشري حقونو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، ښځې په افغانستان کې د طالبانو د سیستماتیک «جنسيتي تبعيض» لاندې د نه منلو وړ ناوړه چلند او ګواښونو سره مخ دي.

یوسفزۍ پر خپله اېکسپاڼه  لیکلي: «د افغان کډوال جبري ويستل د طالبانو له « وحشيانه ظلمه» ډېر خطرناک دي او دا بهير په ښځو او نجونو منفي اغیزې لري.»

د بشري حقونو يادې فعالې همداراز ویلي، چې باید دا ډاډ ترلاسه شي، چې په پاکستان کې پاتې شوې افغانې نجونې په خوندي ډول ښوونځیو ته ولاړې شي.

هغه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د کډوالو د «جبري شړلو» بهیر ودروي او په دې توګه «د طالبانو پر وړاندې له  افغانو میرمنو او نجونو څخه ساتنه وکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې ګارډین او رخشانه رسنۍ په يوګډ راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په يو زندان کې د ښځو د حقونو پر یوې فعالې ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې طالبانو پر دغې ښځې د جنسي تېري ویډیو اخیستې او هغې ته یې استولې او ګواښ یې کړی، که غږ پورته کړي، خپره به یې کړي.