افغانستان

طالبانو په پکتیکا کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

 طالبانو په پکتیکا کې یو سړی د «لواطت» په تور په عام محضر کې په درو وهلی.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کس د پکتیکا په وازېخوا ولسوالۍ کې شل درې وهلی شوی دی.

 د دغې خبرپاڼې له مخې، دا حکم د پکتيکا ولايت د وازيخوا ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادر او د هغوى د سترې محکمې له تاييد وروسته پلي شوى دى.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د وکیل له لاسرسي او قانون ته له پام پرته تورن کسان مجازات کوي.

 له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو دا طریقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.