افغانستان سوداګري

د کندز اوسېدونکي د بیکارۍ له زیاتوالي شکایت کوي

د کندوز اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بېکارۍ پر زياتېدو نيوکه کوي او وايي، چې د کار په لټه کې شپې ورځې تېروي؛ خو نشي کولی کار ومومي.

په کندوز کې يو شمېر ځوانان چې له پوهنتونونو هم فارغ شوي وايي، د کار د نشتوالي له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې بېکاري يو له هغو ننګونو څخه ده، چې نه يوازې د کندوز اوسېدونکي ورسره مخ دي؛ بلکې د هیواد ټول وګړي يې اغیزمن کړي دي.

د کندز اوسېدونکی احمد جواد وویل: « در په در یم. چوک(د کندز مرکزي څلورلارې)ته راځم، کار نشته او بېرته کور ته ځم. ټول خلک وزګار دي.»

د کندز یو بل اوسیدونکی شېر محمد وايي : «یوه ورځ کار وي  یوه ورځ نه وي. مقصد ټول خلک سرګردانه دي. که کار وي، نو خلک ولې ایران او نورو هېوادونو ته ولاړ شي؟»

د کندوز دغه اوسېدونکي وايي، چې له ډېرو ورځو راهيسې بې کاره دي او تش لاس کورونو ته ستنېږي.

د کندز یو بل اوسیدونکی عبدالصمد وايي: «زما دنده رنګمالي ده. هېڅ کار او غريبي نشته. آن په اونۍ کې یوه ورځ هم کار نه کوو.»

ملګرو ملتونو ويلي، له ۸۰ سلنه ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو پروګرام د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی.