افغانستان

د خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې مو له ٢٤زره کورنیو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږ کال یې په ټول افغانستان کې له ۲۴ زره کورنیو سره مرستې کړې دي.

ياد پروګرام پر اېکس ټولنيزه شبکه ليکې، چې دا مرستې د طبیعي پیښو له امله زیانمنو کورنیو ته ویشل شوې دي.

دغه پروګرام همداراز  ويلي چې د مرستو دا کڅوړې به د کورنیو د ژوند شرایطو په  ښه کولو کې مرسته وکړي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو کارونو د دوام لپاره په ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه بنسټ زياته کړې، چې سږ کال به د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.