افغانستان

طالبان: د دوحې له غونډې وروسته ناستې ددې غونډې سره هېڅ تړاو نه لري

ذاکر جلالي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سلاکار دی، وايي چې د دوحې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته ترسره کېدونکې غونډې له دې ناستې سره هیڅ تړاو نه لري.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو، د مدني ټولنې استازو او د افغان ښځو مخکښو شخصیتونو د دې غونډې په اجنډا کې د ښځو د استازو، مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د بحث د نه‌شتون له امله د دوحې غونډه «غندلې» ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې د دوحې د غونډې په دریمه ورځ به د ښځو او مدني فعالانو استازي د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له استازو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې د دوحې د غونډې لومړۍ ورځ نن (یکشنبه، د چنګاښ  ١٠) د ماښام په ۶:۴۵ دقيقو پیل شي او د ځايي وخت تر ۸:۴۵ پورې دوام وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي همداراز ویلي، چې مالي بندیزونه او له نشه يي توکو سره مبارزه به د دوحې د ناستې د دویمې ورځې له مهمو بحثونو وي.

هغه زياته کړې،  که له دې (دوحې دريمې غونډې) دوو ورځو وروسته کومه غونډه جوړېږي، له دې غونډې سره هېڅ تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه په راتلونکو څو ساعتونو کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربه توب په قطر کې پیل شي.