د ښځو د حقونو يوې فعالې زبیده اکبر پراېکسپاڼه په يوې ليکنې کې ويلي چې د جولای په دوهمه ورته د دوحې په غونډه کې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو د ښځو د نه ګډون له امله به په اصلي غونډه کې ګډون نکوي.
هغې د ملګرو ملتونو پر پرېکړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې افغان مېرمنې په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه ناورين سره مخ دي.
زبیده اکبر لیکلي: «زه د دوحې په دریمه غونډه کې د طالبانو په غوښتنه د ښځو د څنډې ته کولو په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې په اړه په غوسه یم.. دا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ژمنتیا او د هغوی معنی لرونکي ګډون کمزورى کوي.»
د ښځو د حقونو د دغې فعالې په وینا، نوموړې د جولای دويمه يعنې د دوحې د غونډې دریمې ورځې ته بلل شوې ده.
هغې زیاته کړه چې د دوحې غونډه به طالبانو ته له امتیاز ورکولو پرته بله پايله ونه لري.
د دوحې دریمه غونډه به راتلونکې اونۍ د څه باندې ۳۰ هیوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي.
زبیده اکبر په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې له یوې لسیزې څخه زیاته کاري تجربه لري.
هغه د ٢٠١٨م کال راهیسې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
آغلې اکبر د «فیمینا» د مشورتي بورډ چې د ښځو د بشري حقونو مدافعینو، افغان بنسټونو او د ښځو د خوځښتونو ملاتړ کوي، غړې ده.
هغه د «سي اېن اېن» او« بي بي سي» په ګډون د مختلفو رسنیو سره کار کړی دی. زبیده اکبر د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوه.
مخکې سرچینو آمو ته ویلي وو چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویلي کوریا، سویس، ترکیې، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې استازو چې د جي ٧+ ګروپ په نوم یادیږي، ملګرو ملتونو ته د جون په ١٤مه په يو ليک د دوحې په دریمه غونډه کې د دې سازمان د اجنډا پر ضد اعتراض وکړ. ځکه چې د دوحې په غونډه کې (د جون له ٣٠ څخه د جولای ١) د بشري حقونو لپاره وقف شوې غونډه یا د افغان مدني ټولنې سره ناسته پکې شامله نه وه.
په دې لیک کې د دوحې د غونډې د منځپانګې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په اړه پوښتنې او اندېښنې راپورته شوې دي.
خو ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې ځانګړي استازي به د جولای په دوهمه د افغان ښځو د حقونو له فعالانو او د مدني ټولنې له استازو سره غونډه وکړي.