افغانستان ښځې

د افغانستان د ښځو د همغږۍ بنسټ: د طالبانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړئ

د افغان ښځو همغږۍ بنسټ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړي.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، د چنګاښ  ۶مه) په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې «د افغانستان  دننه  ۵۰۰ زړورو مېرمنو” له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري حقونو او د جنسیتي برابرۍ په برخه کې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټينګار وکړي.»

د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې له کلیدي بحثونو د ښځو ایستل دا شک پیاوړی کوي چې ملګري ملتونه د طالبانو «تبعیضي پالیسي» له پامه غورځوي.

د يادونې وړ ده، چې د دوحې د درېيمې غونډې په څنډه کې د طالبانو د شرطونو د منلو په اړه د مدني ټولنې، د ښځو د حقونو او د بشري حقونو د فعالانو له خوا پر ملګرو ملتونو نيوکې ډېرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «جي ٧» ډلې غړو هېوادونو هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو د اجنډا په اړه په رسمي ډول اعتراض وکړ.

دغو هېوادونو د دوحې د غونډې د څرنګوالي او د بشري حقونو په اړه مشخصې مسئلې راپورته کړې او ګواښ یې کړی که ددوى لخوا وړانديز شوي مسایل حل نه شي، په دې غونډه کې به ګډون ونه کړي.