Uncategorized @ps

نن د جون ۲۶مه د شکنجې د قربانیانو څخه د ملاتړ نړیواله ورځ ده

نن د جون ۲۶مه (چهارشنبه د چنګاښ ۶مه) د «شکنجې د قربانیانو څخه د ملاتړ له نړیوالې ورځې» سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: شکنجه کوونکو ته باید هېڅکله اجازه ورنه کړل شي چې له خپلو جناياتو  څخه خلاصى ومومي او هغه جوړښتونه چې د شکنجې امکان رامنځته کوي باید له منځه یوړل شي او یا هم بدلون ومومي.

دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا ۲۷ کاله وړاندې د شکنجې د قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه؛ څو د شکنجې ټول ډولونه له منځه یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ طالبان په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په څه کم درې کلنه موده کې د خلکو په ځانګړې توګه د دوی په زندانونو کې په شکنجه کولو تورن شوي دي. 

د يادونې وړ ده، چې په دې دريو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په سلګونو تورن کسان په عام محضر کې په دورو وهلي او د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو په ځانګړې توګه د متحده ایالات له توند او جدي غبرګون سره مخ شوي دي. 

 تازه، طالبانو پرون په هرات او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه په عام محضر کې په درو ووهل.

تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه نور کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.