افغانستان سوداګري

طالبان: په دوو میاشتو کې ۶۰۹ زره ټنه د اورګاډي له لارې انتقالات شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې ۶۰۹زره۱۵۸ مټریک ټنه د اورګاډي له لارې انتقالات شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس، پر اېکس  یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لېږد دغه اندازه یوازې د غويي او غبرګولي په میاشتو کې شوې ده.

طالبان په داسې حال کې د اورګاډي له لارې د مالونو د لېږد رالېږد د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د هېواد یو شمېر سوداګر له هېواده بهر د خپلو سوداګریزو توکو په صادرولو کې د ننګونو پر شتون نیوکه کوي.

دغه سوداګر پر بانکونو شته بندیزونه، د سړو خونو نشتوالی او د توکو په لېږد کې ځنډ د دوى په وړاندې د لویو ننګونو په توګه یادوي.

خو د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ۴۷۱ زره ۵۳۶ ټنه د حيرتان بندر د رېل ګاډي له لارې، ۶۸ زره ۶۷۶ ټنه د آقينې په بندر کې د رېل ګاډي له لارې او ۴۸۴ ټنه د خواف- هرات د اورګاډي له لارې د مالونو لېږد ترسره شوى دى.

دغه خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو توکو کې ډېره برخه نفتي او غیر نفتي مواد په ګډون وچه مېوه، قیمتي ډبرې او د انارو جوس شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې هر کال د کورنیو تولیداتو لویه برخه؛ په ځانګړې توګه تازه مېوې په افغانستان کې دننه د ټرانسپورټي اسانتیاوو او سړو خونو د نشتوالي له امله خرابېږي.