افغانستان

آزادۍ جبهه په کابل کې د طالبانو د درېيو غړو د وژلو ادعا کوي

آزادي جبهې  په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تېره شپه یې په کابل کې په خپل دوهم برید کې درې طالبان وژلي دي.

د آزادۍ جبهې پر اېکس ټولنيزه شبکه لیکلي چې دغه برید د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو تپې په سیمه کې د دغې جبهې د غړو له خوا شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې په دغه بريد کې د طالبانو يو بل غړى هم ټپي شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په یو بل خبر کې د آزادۍ جبهې همداراز ادعا کړې چې د دې جبهې کسانو د کابل په علاءالدین درې لاري په سل مترۍ کې یو بل برید هم کړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په علاوالدين درې لاري کې د دغې جبهې په لومړي بريد کې د طالبانو پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دا برید هم پرون ماښام (دوشنبه، د چنګاښ ۴مه) شوی دی.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، د دغه برید هدف د علاءالدین په درې لاري کې د طالبانو لنډمهاله پوسته وه.