افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې څلور زره افغان کډوال ايستلي 

تصویر از آرشیف

نږدې څلور زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په «جبري او اختياري» ډول ایستل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ (دوشنبه، د چنګاښ  ۴) له پاکستان او ایران څخه ۳زره ۸۸۴ کډوال ایستل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ۳زره۳۹۹ تنه له ایران او ۴۸۵ نور له پاکستانه ایستل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ياد وزارت زیاتوي، چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، يو زر۶۲۸ کسان د اسلام کلا  او يو زر ۷۷۱ نور  د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې ۲۹۵ تنه د سپین بولدک له لارې او ۱۹۰ تنه نور د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې راستنو شويو کې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوی ۸۴ کسان هم شامل دي.