افغانستان ښځې

د څېړنې او پراختیا بنسټ: د دوحې ناسته باید د ښځو د نشتون له امله«وغندل» شي

د «څېړنې او پراختیا» په نوم بنسټ په قطر کې د افغانستان په اړه د دوحې د دریمې غونډې د غندنې غوښتنه کړې ده.

دې بنسټ پر اېکس لیکلي: «تاریخ باید تکرار نه شي.»

د څېړنې او پراختیا بنسټ له ملګرو ملتونو څخه د دوحې د دریمې غونډې په اجنډا د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، سرچینې آمو ته ویلي چې د جي ٧ ډلې غړو هیوادونو په رسمي توګه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې د دریمې ناستې پر اجنډا نيوکه کړې ده.

دغو هېوادونو د خپلې اندېښنې په څرګندولو او د مشخصو موضوعاتو په وړاندې کولو سره ګواښ کړی، که دا موراد سره رعايت  نشي، د دوحې په درېیمه ناسته کې به ګډون ونه کړي.

له بلې خوا د څېړنې او پراختیا بنسټ لیکلي دي چې ملګري ملتونه دې یا د دوحې په غونډه کې د ښځو ګډون ومني او یا دې غونډې ته «نه» ووایي.

دغه بنسټ د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون لپاره د کمپاین په پیلولو سره د ټولنې د بېلابېلو څانګو په ګډون د افغانستان له سلو ښځو سره هم خبرې کړې دي او د دغه سازمان په وینا دغو مېرمنو خپلې هیلې په خپله ژبه بیان کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دوحه کې درېیمه ناسته له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې په قطر کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه شتون په اړه د بشري حقونو د سازمانونو، بنسټونو  په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ملاتړو له خوا په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.