افغانستان سوداګري

طالبانو د دوحې غونډې لپاره د خصوصي برخې په اړه اته وړاندیزونه وړاندې کړل

Taliban commerce minister Nooruddin Azizi in a visit to a company in Kabul. File photo.

طالبانو د دوحې د غونډې په څنډه کې د خصوصي سکټور په اړه نړيوالې ټولنې ته اته مهم وړاندیزونه وړاندې کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، خصوصي سکټور د دوحې د ناستې مهمه اجنډا ده او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خو د افغانستان د خصوصي سکټور استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په تېره غونډه کې پر خصوصي سکټور د طالبانو پر فشار نیوکه وکړه.

په یوه اونۍ کې به د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېمه غونډه په قطر کې جوړه شي.

طالبان وايي، د دوحې په غونډه کې د هېوادونو او ملګرو ملتونو له استازو سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون، د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو څخه د زیربنایي مرستو پر لېږد، د نیمګړو پروژو بشپړېدل، د افغانستان د بانکدارۍ د عادي کېدو، له نړیوالو بانکونو سره اړیکې، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب فعالول، کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ونډه او په پروګرامونو او پالیسیو کې د خصوصي سکتور ملاتړ د دوحې په غونډه کې له نړيوالو سره د طالبانو د خبرو مهم وړاندیزونه  دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «موږ بانکي راکړې ــ ورکړې او د لېږد ستونزې لرو، له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له یوناما او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې زموږ  بانکي ستونزې حل کړي، د افغانستان په اړه له منفي راپورونو څه نه جوړېږي، منفي راپورونه افغانستان وروسته بيايي.»

د افغانستان د بانکونو د اتحادیې پخوانی رییس وايي چې د بانکونو بندیز د افغانستان خصوصي سکتور له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

دا غونډه د«خصوصي سکټور او تمویل کوونکو تر منځ د اقتصادي ناستې» تر نامه لاندې جوړه شوې وه، خو د افغانستان ملي ټلویزیون چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، یوازې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر وینا خپره کړې او د خصوصي سکټور د غړو او نورو ویناوالو خبرې يې نه دي خپرې کړي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په پخوانۍ غونډه کې چې د جون په شپږمه جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړو په د طالبانو ترادارو لاندې وزارتونو کې د طالبانو له لوري خصوصي سکتور او بیوروکراسۍ د فشار پر شتون نیوکه کړې وه.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي له سوداګرو سره د طالبانو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له سوداګرو څخه په بېلابېلو نومونو مالیه اخیستل کېږي.

هغه وويل، چې د طالبانو له خوا د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق خپلې پيسې له سوداګرو اخلي او په وينا، د دې صندوق د ملاتړ لپاره بايد نورې مالي سرچينې ولټول شي.

د ښاغلي الکوزي په وینا، د دې صندوق پیسې باید د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ولګول شي نه د لویو پروژو لپاره.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وروستی راپور ښیي چې د طالبانو محدودیتونو ښځینه متشبثې چې د افغانستان د خصوصي سکتور یوه مهمه برخه جوړوي له ننګونو سره مخ کړي او یو شمیر سوداګرې میرمنې وايي چې دوی د بازار د لاسرسي په برخه کې له جنسیتي تبعیض سره مخ دي.