د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، پروان نورستان، کنړ، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، کابل، بامیان، سمنګان، سرپل فاریاب او غور ولایتونه به دوشنبه او سه شنبه د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وي.
په دې خبرپاڼه کې په بېلابېلو سيمو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې د اورښت اټکل شوی دی.
دغه راز د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې په يو ساعت کې د سختو بادونو سرعت له ٥٠ تر ٨٠ کيلومترو پورې اټکلى دى.