د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشره ه شهزاد اکبر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزا اوتونبایوا د خبرو په غبرګون کې ويلي چې غرونو ته باید سپکاوی ونه شي. ځکه غرونه له ښځو کرکه نه کوي.
روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، «طالبان له غرونو او جګړې راوتلي او تمه نه کېږي چې دوی به په اسانۍ سره د بشري حقونو او د ښځو د ازادۍ مسٸلې ومني.»
خو د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې په پر اېکسپاڼه لیکلي: «غرونه د ښځو او نجونو د زده کړو مخه نه نیسي.»
آغلې اکبر له مېرمن اوتونبایوا نه پوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د چا په لګښت غواړي طالبانو ته نور وخت ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشره ټینګار کوي چې د هغو نجونو لپاره چې له زرو ورځو راهیسې ښوونځي ته نه دي تللي، ډېر ناوخته دی.
د ٢٠٢١ په اګست کې واک ته د بيا راتګ وروسته ، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون لغوه کړ.
اوس د بشري حقونو یو شمیر مدافعین؛ په ځانګړې توګه په بهر کې د ښځو د حقونو مدافعین په افغانستان کې د حقونو او جنسیتي برابرۍ غوښتونکي دي.
د مدني ټولنې یو شمېر دغه فعالان او د ښځو د حقونو مدافعان له میاشتو راهیسې هڅه کوي چې ملګري ملتونه او د نړۍ ځواکمن هېوادونه په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د جرم په توګه په رسميت وپېژني.