د افغان ښځو او ماشومانو د هوساینې په نامه بنسټ په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو له مرستیالې رزمیري ډی کارلو څخه غوښتي چې د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو د ښځینه لابيګرانو د ګډون مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې د دوحې درېيمه غونډه په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستيالې په کوربه توب ترسره کېږي.
په دغه لیک کې د افغان میرمنو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا بنسټ میرمن ډی کارلو ته ليکلي دي: « اوسني وضعیت او هغو ننګونو ته په پام سره چې د افغانستان خلک؛ په ځانګړې توګه ښځې ورسره مخ دي، په دې خبرو کې ستاسې رول خورا مهم دی او ملګري ملتونه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان ښځو رښتیني استازې په کې ګډون وکړي.»
په دې لیک کې پر دې ټینګار شوی چې له هر هغه «سپینولو او تورولو»چې طالبانو ته ګټه رسوي باید ډډه وشي.
دې ادارې په ډاګه کړې، چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د ایډیالوژیکي سختۍ او پر بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو د هغې اغیزو ته په کمه سترګه کتلو پايلې ليدلي دي.
په دې لیک کې همداراز ويل شوي چې د خبرو اترو په محتوا کې روڼتیا او له افغانانو سره یې شریکول به د دوحې د غونډو پر بهیر باور زیات کړي.
ټاکل شوې د دوحې غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د هېوادونو ځانګړيو استازيو په ګډون روانه اوونۍ په قطر کې جوړه شي.
دا لا هم روښانه نه ده چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بحث؛ په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسٸله د دوحې د غونډې د اجنډا په سر کې ده او که نه.