افغانستان

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د وکيلانو ټولنې د وکيلانو د نړيوالې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ

د استرالیا د حقوق پوهانو ټولنې اړوند خپرونې نن (شنبه، د چنګاښ دويمه) خبر ورکړ چې د وکيلانو نړیوالې ټولنې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د وکیلانو ټولنه د دغه بنسټ د نوي غړي په توګه منلې ده.

د دې خپرونې د راپور له مخې، د وکيلانو د نړیوالې ټولنې اجرایوي مشر مارک الیس په جلاوطنۍ کې د افغان وکیلانو د غړیتوب په مراسمو کې ويلي چې په جلاوطنۍ کې يې د افغان وکیلانو نړیواله ټولنه نه ده هېره کړې.

ښاغلي الیاس وویل: «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د وکیلانو د ټولنې منل دا پیغام ورکوي چې واک ته د طالبانو راتګ د دې هېواد د مدافع وکیلانو لاسته راوړنې له منځه نه دي وړي.»

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر روح الله قاریزاده وايي، دوی ډېرې هڅې کړې چې دغه ټولنه د وکيلانو د نړیوالې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.

د استرالیا د وکیلانو اړوند خپرونې د راپور پر بنسټ، ښاغلي قاریزاده وویل، چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه د جون په ۱۷مه په رسمي توګه د وکيلانو د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه ومنل شوه.